ډېر لوستل شوي

ملا عبدالغني برادر:افغانستان زقوم دی، نوي زېږېدلي ماشومان یې نه شي هضم کولی

د رييس‌الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند وايي، چې افغانستان غوړه ګوله نه ده، بلکې د زقوم ونه ده، چې د معمره او سترو امپراتوریو مرۍ یې ترخې کړې، نو مولود ماشومان به یې هېڅکله هضم نه شي کړی.

د اميد راډيو خبريال د ملي دفاع وزارت اړوند يوې فراغت غونډې کې د ښاغلي برادر په حواله ويلي، چې د اسلامي امارت سیاست کاذب نه دی او ننني افغانستان خپلې پالیسۍ پر هغو بنسټونو بناء کړې دي، چې اساس یې اسلامي شریعت دی.

د رييس‌الوزرا اقتصادي مرستيال زیاته کړې: “افغانستان نه چا ته ضرر رسول غواړي او نه یې له چا مني، خو که څوک ناولې ارادې ورته لري، نو بیا خپل پور چا ته نه پرېږدي.”

اړوند خبرونه