د لبنان په شمال کې د طرابلس ښار کې د يوې استوګنيزې ودانۍ د نړېدو له امله لږ تر لږه شپږ کسان مړه شوي، اووه نور ټپیان دي او ګڼ شمېر کسان لا هم تر کنډوالو لاندې بند پاتې دي.
د طرابلس ښاروال عبدالحمید کریمه په يوې ناسته کې ويلي، چې د پېښې په ځای کې د ژغورنې چارې روانې دي، خو تر اوسه د کنډوالو لاندې د بندپاتو کسانو کره شمېر نهدی معلوم.
تر دې وړاندې لبناني رسنيو راپور ورکړی و، چې په نړېدلې ودانۍ کې شاوخوا ۲۲ کسان اوسېدل او د ژغورنې ټيمونو تر اوسه درې بندپاتې کسان ژغورلي دي.

