ډېر لوستل شوي

له پاکستان سره د سوداګریز پرېکون درې میاشتې؛ بدیل بازارونه، د جعلي درملو مخه‌نیونه او د ځان‌بسیاینې پر لور کوټلي ګامونه


له نن څخه شاوخوا درې میاشتې وړاندې افغان حکومت پرېکړه وکړه چې له پاکستان سره به خپله سوداګري دروي، په ضمن کې به له پاکستان څخه هېڅ ډول درمل نه واردیږي او له ټاکلې نېټې وروسته به پاکستاني درمل په ګمرکونو کې نه محصولوي.

افغان حکومت له همغې نېټې تر ننه د هند په ګډون، ایران، ترکیې او بنګله دېش ته د درملو د بدیلو مارکېټونو موندلو لپاره سفرونه وکړل او له یو شمېر هېوادونو سره ډول ډول تړونونه لاسلیک شول، همداشان ځینو هېوادونو په طبي سکټور کې عملي مرستې وکړې. نوي ډهلي ته هم د روغتیا د وزیر سفر د طبي سکټور د بډاینې او د ګډې همکارۍ په پار شوی و. د یاد سفرد څرنګوالي په تړاو د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي له یوې رسنۍ سره په اختصاصي مرکه کې ویلي و چې د سفر موخه یې د هند مارکېټ کتنه او په ځانګړي ‌ډول د هغه هېواد له چارواکو سره د درملو د واردولو او د مرستو د جذب په برخه کې نږدې همغږي وه. ښاغلي جلالي په یاده مرکه کې ویلي و: (( افغانستان تر ډېره پر خارجي مرستو متکي پاتې شوی، صحت سکټور کمزوری دی، دې ته ضرورت ډېر و چې د ګاوندیانو او سیمې هېوادنو له تجربو استفاده وکړو. موږ له دې مخکې ۶۰ یا ۷۰ فیصده د پاکستان پر درملو متکي و. پاکستان زموږ د ۷۰ سلنه د درملو مارکېټ اشغال کړی و او همدارنګه ۳۰ سلنه نورو هندي، ایراني، ازبکستاني او ترکي درملو نیولی دی.))

یوازې درمل او طبي سکټور نه دی چې افغانستان له پاکستان سره پر پرېکون ولاړ و، بلکې له پاکستان سره د هر ډول اموالو مقاطعه اعلان شوې وه. د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند درې میاشتې وړاندې ددغې مقاطعې د اعلان پر وخت ویلي و چې د پاکستان درمل هېڅ اثر نه لري، نه لویان ښه کوي او نه کوچنیان. نوموړي وړاندې ویلي و چې له کلکو تضمینونو او باوري اقداماتو پرته به له پاکستان سره هر ډول سوداګریزه اړیکه قطعه وي. ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند ویلي، « که پاکستان لارې خلاصېدل غواړي، په داسې کلکو او معتبرو تضمینونو به ورسره خلاصیږی چې په هېڅ ډول حالاتو او شرایطو کې یې بیا ونه تړي او دا لاره خلاصول به په داسې تضمین سره خلاصیږي چې که بیا ټک کېده، که هره بله کېده، بیا به دا لاره نه بندیږي او باید خلاصه وي. که د جنګ په حالاتو کې و، که همداسې په عادي حالاتو کې و، که زموږ د مېوو د موسم په حالاتو کې و. او داسې به نه کیږي چې د دوی د حاصلاتو او مېوو وخت وي، د دوی را راوان وي او زموږ چې د مېوو وخت شي په یوه بهانه نه بله بهانه وتړل شي.»

له پاکستان سره د سوداګریز پرېکون نن درې میاشتې پوره شوې او سر له سبا به د پاکستان درمل په ګمرکونو کې نه محصولیږي. ښاغلي برادر سوداګرو او صنعتکارانو ته په څرګندو ټکو ویلي و چې په درېیو میاشتو کې له پاکستاني شرکتونو سره خپل حساب کتاب تصفیه کړي. دغه راز د ماليې وزارت وياند عبدالقیوم نصير اميد راډيو ته ويلي: چې د اسلامي امارت پرېکړې پر بنسټ سر له نن ورځې (دوشنبه، سلواغې شلمه) له پاکستانه د درملو پر وارداتو بشپړ بنديز لګول شوی دی.

ښاغلي نصير له ټولو سوداګرو غوښتي چې له پاکستانه د درملو د وارېدولو پر ځای پر بديلو لارو غور وکړي.

لله الحمد، له پاکستان سره د سوداګریز پرېکون پوره درې میاشتې وشوې، خو موږ نه یوازې په روغتیایي سکټور کې جدي کمی حس نه کړ او نه مو په خوراکي توکو کې پاکستانیو توکو ته کومه اړتیا حس کړه؛ بلکې د هغو محاسبو پر خلاف چې ګوندې پاکستان سره پرېکون به پر افغاني بازارونو جوته اغېزه ولري، ناسمه محاسبه ثابته شوه. تر اوسه د افغانستان خوراکي او د درملو بازارونه متوازن او له هر ډول کشمکش پرته په خپل حالت پاتې دي او دا ددې زېری راکوي چې افغانستان اوس په بشپړه توګه له اقتصادي انزوا راوتی او د بدیلو لارو په کارونه او مدیریت واقف دی.

که څه هم له تېرو څو کلونو راهیسې مو د لومړنیو خوراکي او ماشیني توکو واردونې ته بدیلې لارې لرلې او د پاکستان سربېره د منځنۍ اسیا له هېوادونو، هندوستان او ایران سره مو سوداګري وه، خو یوازې درمل و چې تر ډېره به تکیه پر پاکستان کېدله. پاکستان به هم افغانستان له خوږ ګوتې نیولی و او د درملو په نوم په جعلي کارخونو کې هر ډول زهري توکي پر افغانانو خوړل کېدل. افغان حکومت او افغان ملت له پخوا د پاکستانیو ناسمو او بې کیفیته درملو پر فلسفه پوهېده، خو اړ و چې همدغه درمل وکاروي، خو له پاکستان سره سوداګریزې مقاطعې هغه شکوک او ګومانونه حقیقت ته ورسول چې د پاکستانیو درملو په تړاو موجود وو. له پاکستان سره د هراړخیزې مقاطعې وروسته یوې سروې وښوده چې له هغې وروسته چې افغانستان ته پاکستاني سبزي او درمل بند شوي، د افغانانو روغتیایي ستونزې کمې شوې دي. همداشان د بي بي سي له خوا د یوې څو میاشتنۍ ساحوي څېړنې په ترڅ کې موندل شوې چې پاکستاني درمل بې کیفیته او حتی وژونکي دي. بي بي سي په خپلو موندنو کې ښودلې وه چې یوازې یوه سېروم د یوې افغانې مېرمنې ژوند واخیست او څو ماشومان د یوې مور له سیورې بې برخې شول.

افغان حکومت په دې وروستیو کې اعلان کړی و چې په کور دننه یې پانګوال هڅولي چې د درملو په سکټور کې د هېواد دننه پانګونه وکړي او هڅه کوي افغاني درملو ته لومړیتوب ورکړي. د هندوستان ټوډې معتبرې ورځپانې خبر ورکړی چې هندي درمل اوس د افغانستان په روغتیايي سکټور کې تر بل هر وخت زیات د لاسرسي وړ دي.

دې ورځپاڼو د خپلو موندنو په پایله کې لیکلي چې افغان بازارونه چې پخوا پکې د پاکستان بې کیفیته درمل پېرل کېدل، اوس یې ځای هندي درملو نیولی دی. سوداګرو او افغان ولس ته هم پکار ده چې د خپل حکومت ترڅنګ ودریږي او (پاکستانیو درملو ته د نه) غږ په شریکه بدرګه کړي، ترڅو وکولی شو په ګډه د ځان‌بسیاینې او پرمختګ پر لور مستحکم ګامونه اوچت کړو.

#امیدراډیو

اړوند خبرونه