په خوست ولایت کې نږدې ۱۲۰۰ تنه ځوانان له فني او حرفوي زدهکړو فارغ شوي او د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري ورته کاري وسایل هم وېشل شوي دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو مرستيال مولوي محمد زاهد احمدزي، د فراغت غونډې ته په خپله وینا کې ويلي، دا لومړی ځل دی چې په خوست کې دومره شمېر ځوانان په شپږو بېلابېلو حرفو کې له نظري او عملي زدهکړو وروسته فارغېږي.
ښاغلي احمدزي زیاته کړې، چې تر دې مهاله د فني او حرفوي زدهکړو له پروګرامونو شاوخوا ۱۰ زره تنه، په ځانګړي ډول معلول مجاهدین او له اعتیاد څخه رغېدلي کسان، مستفید شوي دي.
په دې غونډه کې د خوست مرستیال والي مولوي محبوبشاه قانت او د ولایت د کار او ټولنیزو چارو رييس مولوي امیر صاحب جان حقاني هم د دې پروګرام ستاینه کړې او دا یې د ځوانانو د کارموندنې لپاره مهم ګام بللی دی. د یادونې ده، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري، بېرته راستنېدونکو، کوچیانو او محبوسینو ته هم د فني او حرفوي زدهکړو پروګرامونه پلې کړي.

