ډېر لوستل شوي

د اطلاعاتو او کلتور وزیر: د ماشومانو سمه روزنه د روښانه راتلونکې تضمین دی

د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ‌ شیر احمد حقاني وايي، کومه ټولنه چې د ماشومانو روزنې ته پام‌لرنه ونه‌کړي، راتلونکی به یې له ستونزو او کړاوونو سره مخ وي.

د اميد راډيو خبريال د علومو اکاډمۍ له لوري د ماشومانو د روزنې په تړاو جوړ شوي سیمینار کې د ښاغلي حقاني په حواله ويلي، چې دا ډول علمي سیمینارونه د ماشومانو د سالمې روزنې او راتلونکې لپاره ډېر مهم دي او باید په دوامداره توګه ترسره شي.

د اطلاعاتو او کلتور وزير په وینا، په اوسني وخت کې د ماشومانو روزنې ته جدي پام‌لرنه اړینه ده او ترڅنګ یې باید په علمي مرکزونو کې د هغوی پر تربیت هم پراخ کار وشي.

شیخ‌ شیر احمد حقاني ويلي، چې د اسلام مقدس دین د ماشومانو روزنې او تربیې ته ځانګړې پام‌لرنه کړې او د ماشوم په پالنه کې تر ټولو لوی مسوولیت د والدینو پر غاړه دی. نوموړي همداراز وویل، چې په هېواد کې د بې‌سرپرسته ماشومانو شمېر زیات دی او حکومت او عام وګړي باید د دغو ماشومانو د روزنې او پالنې په برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

ښاغلي حقاني زیاته کړې، چې د یتیمانو د ملاتړ په موخه په ټولو ولایتونو کې دارالایتامونه جوړ شوي، چې زرګونه یتیم ماشومان تر روزنې لاندې دي.

اړوند خبرونه