ډېر لوستل شوي

د زندانونو چارو د سمون ادارې رييس: بندخونه کې زندانيانو ته ښه خدمتونه برابر شوي

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رييس مولوي محمد یوسف مستري د بنديانو لپاره د مسلکي زده‌کړو د زمینه برابروونکو خيريه بنسټونو هڅې ستایلې دي.

ښاغلي مستري په خپلو خبرو کې پر یووالي ټینګار کړی او زياته کړې يې ده، چې اوس په هېواد کې سرتاسري امنيت او عدالت تضمين شوی دی.

د اميد راډيو خبريال په څرخي پله مرکزي زندان کې د زندانیانو لپاره د مسلکي زده‌کړو ټولګيو په پرانېست غونډه کې د ښاغلي مستري په حواله ويلي، د زندانيانو لپاره ښه وضعیت او خدمتونه برابر شوي او د الله (ج) په توفیق به لا نورې هڅې ترسره شي.

مولوي محمد یوسف مستري همداراز یادونه کړې، چې اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې فعالې هڅې روانې کړې، چې له امله یې اوس په هېواد کې اقتصاد، امنيت او عدالت شتون لري.

اړوند خبرونه