ډېر لوستل شوي

د علومو اکاډمي: د تېرو جګړو اغېزو د ماشومانو پر روزنه منفي اغېز کړی

د علومو اکاډمۍ له لوري د «ماشومانو ادبیات او د هغوی د روزنې لارې چارې» تر سرلیک لاندې جوړ شوي سیمنار کې د دې ادارې لوی رييس شیخ فریدالدین محمود ويلي، چې د تېرو څو لسیزو ناخوالو د ماشومانو پر ذهنیت او روزنې په بېلابېلو برخو کې ناوړه اغېزې پرېښې دي.

د اميد راډيو خبريال په دې سيمنار د ښاغلي محمود په حواله ويلي: “د پرديو له لورې داسې هڅې شته څو ماشومان د اسلامي او افغاني روحیې خلاف وروزي، خو د علومو اکاډمي هڅه کوي، چې ماشومان د اسلامي او افغاني ارزښتونو پر بنسټ وروزي.” د یادونې ده، چې دغه سیمینار د ماشومانو د سالمې روزنې او د ادبياتو د پیاوړتیا په موخه جوړ شوی و.

اړوند خبرونه