ډېر لوستل شوي

فراه بندر کې نږدې ۲۰ ټنه کم‌کیفیته ودانیز توکي بېرته ګرځول شوي

د معیار او کیفیت ادارې په فراه بندر کې د ۱۹٫۵ ټنه کم‌کیفیته ودانیزو توکو له مسترد کېدو خبر ورکړی دی.

د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې یادو ودانیزو توکو (سي‌ چینل) له کورنیو معیارونو سره مطابقت نه درلود او د کورنیو بازارونو د ساتنې په موخه بېرته صادروونکي هېواد ته ورګرځول شوي دي. 

د معیار او کیفیت ادارې ټینګار کړی چې د هېواد په ټولو بندرونو کې د وارداتي توکو د کیفیت د تثبیت او کنټرول پروسه په شفاف، منظم او قاطع توګه دوام لري او د بې‌کیفیته، غیرمعیاري او د خلکو روغتیا ته د زیان رسوونکو توکو د واردولو پر وړاندې به هېڅ ډول نرمښت ونه ښودل شي.

یادې ادارې تر دې مخکې هم په بېلابېلو بندرونو کې بېلابېل کم‌کیفیته توکي مسترد کړي او له سوداګرو یې غوښتي وو چې هېواد ته باکیفیته توکي وارد کړي.

اړوند خبرونه