د زندانونو چارو د سمون ادارې د مقام د دفتر رييس مولوي رحمتالله ګلزار وايي، چې د افغانستان ټول زندانونه دا مهال د دیني، عصري او مسلکي زدهکړو پر مرکزونو بدل شوي او بنديان پکې له هر ډول ربړونې خوندي دي.
د اميد راډيو خبريال په څرخي پله مرکزي زندان کې د زندانیانو لپاره د مسلکي زدهکړو ټولګيو پرانېست غونډه کې د ښاغلي ګلزار په حواله ويلي، په ټولو زندانونو کې له بنديانو سره ناوړه چلند کوونکي کسان له دندو ګوښه شوي او یا هم ګوښه کېږي.
د نوموړي په وينا، هڅه کېږي څو هر بندي له خوشېکېدو وروسته د ترلاسه کړو مسلکي زدهکړو له لارې حلاله نفقه وګټي. د مولوي رحمتالله ګلزار په خبره، بنديان به په څلورو بېلابېلو رشتو کې درې میاشتنۍ زدهکړې ترسره کړي، چې د ټولو زدهکړیالانو شمېر ۱۲۰ تنو ته رسېږي.

