ډېر لوستل شوي

هېواد کې د کبانو تولید او روزنې ۷ زره ۷۰۰ کوچني، متوسط او لوی فارمونه جوړېږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې د کبانو روزنې سکټور د پراختیا پر طرحه بحث شوی دی. 

د اقتصادي معاونیت د اعلامیې له مخې چې د دې طرحې له مخې به د هېواد په بېلابېلو سکټورونو کې د خصوصي سکټور د پانګونې له لارې په ۶ زره ۵۰۰ هکټاره ځمکه د کبانو د تولید او روزنې ۷ زره ۷۰۰ کوچني، متوسط او لوی فارمونه جوړ شي.

سرچینې همداراز لیکلي چې د دې طرحې په تطبیق سره به په مستقیم ډول ۵۰ زره او په غیرمستقیم ډول ۲۵۰ زره هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت ویلي چې د اقتصادي کمېسیون غونډې ته د کرنې او مالدارۍ سکټور د پراختیا ملي پالیسي هم وړاندې او له بحث وروسته تایید شوې ده. په اعلامیه کې د دې پالیسۍ اساسي موخې د کرنې او مالدارۍ سکټور میکانیزه کول، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ د څېړنیزو او ترویجي سیسټمونو پراختیا، د اوبولګونې سیسټمونو مدیریت، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخو کې د پانګونې ملاتړ او باکیفیته کرنیزو او حیواني محصولاتو ته د خلکو لاسرسی ښودل شوي دي.

اړوند خبرونه