د بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د ملګرو ملتونو د مرستندویه مأموریت (یوناما) په کوربهتوب د کابل ګرېنډ هوټل کې د دوحې بهير د خصوصي سکتور د کاري ډلې درېیمه ناسته په حضوري او انلاین بڼه ترسره شوې ده.
د ياد وزارت د عامه اړيکو او مطبوعاتو رييس حافظ ضيا احمد تکل د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، یاده ناسته په دوو برخو وېشل شوې، چې لومړۍ برخه يې د ودې او شمولیت او دویمه برخه يې د همغږۍ او شفافیت پر موضوعاتو متمرکزه وه.
همداراز ګډونوالو د اسلامي امارت د هڅو د ستاینې ترڅنګ، د خصوصي سکتور د ملاتړ په برخه کې د خپلو همکاریو یادونه کړې او د دايمي همکارۍ لپاره یې پر ژمنتیا ټینګار کړی دی. په ناسته کې ټولو لورو د شته ننګونو د حل لپاره وړاندیزونه وړاندې کړي او د لا ډېرې همغږۍ پر اړتیا يې ټینګار کړی دی.
د ويلو ده، په دې ناسته کې د بهرنیو چارو، مالیې، صنعت او سوداګرۍ، اقتصاد، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو او د افغانستان بانک استازو سربېره، د یوناما، د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو، نړیوالو او سیمهییزو سازمانونو، د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو، ډیپلوماټانو او اړوندو کارپوهانو ګډون کړی وو.

