ډېر لوستل شوي

د معیار او کیفیت ادارې پلاوی د تېلو د کیفیت ارزونې لپاره ترکمنستان ته ولاړ

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رييس ملا فیض‌الله تمیم په مشرۍ یو رسمي پلاوی ترکمنستان ته سفر کړی دی.

يادې ادارې د دې سفر موخه هېواد ته د باکیفیته نفتي توکو د واردولو، د تیلو د سرچینو ارزونې او له نفتو تصفیه خونو ليدنه ښودلې ده.

د معيار او کيفيت ادارې په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، ټاکل شوې چې پلاوی د سفر پر مهال د ترکمنستان له اړوندو چارواکو سره لیدنې وکړي او د تېلو له زېرمو، تاسیساتو او تصفیه خونو څخه له نږدې کتنه وکړي.

سرچینه زیاتوي، پلاوی به د نفتي توکو د تولید، تصفیې، زېرمه کولو او صادرولو بهیر وارزوي، څو هېواد ته د بې‌کیفیته تېلو د واردېدو مخه ونیول شي. د مسوولینو په وینا، دا اقدام د عامه ګټو د خوندي کولو، د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ او په کورني بازار کې د باور د پیاوړتیا په موخه شوی دی. همداراز، دا سفر د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا او د وارداتي نفتي توکو د کیفیت د تضمین په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.

اړوند خبرونه