ډېر لوستل شوي

د افغان ځواکونو «غچ‌اخیستونکي» بریدونه؛ ۳۵۰ پاکستاني پوځیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د ملي دفاع وزارت ویاند مولوي عنایت الله خوارزمي وايي، چې د افغان دفاعي ځواکونو له لوري پر پاکستان پوځي رژيم په «غچ‌اخیستونکو» بریدونو کې مقابل لوري ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

ښاغلي خوارزمي د اسلامي امارت وياند دفتر او ملي دفاع وزارت د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو په مرکز کې ګډ خبري کنفرانس کې زياته کړې، په دغو بریدونو کې شاوخوا ۱۵۰ پاکستاني پوځیان وژل شوي او نږدې ۲۰۰ نور ټپیان دي.

د ملي دفاع وزارت وياند په وينا، د جګړې په ترڅ کې ۴۰ د پاکستان پوځي پوستې هم نیول شوې او په بشپړ ډول ویجاړې شوې دي.

اړوند خبرونه