ډېر لوستل شوي

د اوبو او انرژۍ وزارت: د وروستیو بارانونو له امله د هېواد یو شمېر بندونه له اوبو ډک شوي

د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې د وروستیو ورښتونو له امله د هېواد په بېلابېلو سیمو کې یو شمېر بندونه له اوبو ډک شوي دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د هرات د پاشدان بند، د غزني د سلطان بند او د کابل په شکردره او پغمان ولسوالیو کې د شاه او عروس او قرغې بندونه له اوبو ډک شوي دي.
وزارت زیاتوي، د بندونو د اوبو د کچې لوړېدل له یوې خوا د هېواد د اوبو د مدیریت د وضعیت د ښه کېدو ښکارندویي کوي او له بلې خوا د کرنې سکتور د پیاوړتیا لامل ګرځي.
د اوبو او انرژۍ وزارت د دغو وروستیو اورښتونو په پایله کې د یو ښه ښېرازه کال هیله څرګنده کړې ده.
د یادونې وړ ده، چې په تېرو کلونو کې د اوبو د مدیریت او د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا لپاره په هېواد کې د ګڼو بندونو او چک‌ډمونو د جوړولو چارې هم ترسره شوې دي.

اړوند خبرونه