د اقتصاد وزير قاري دین محمد حنیف د «بېځايه شويو ته د بېړنيو مرستو د راخپلولو لپاره ناسته» کې ويلي، چې د پاکستان پوځي رژيم د وروستیو هوايي او ځمکنیو بریدونو له امله د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ګڼ شمېر کورنۍ بېځایه شوې دي.
د اميد راډيو خبريال په دې ناسته کې د ښاغلي حنيف په حواله دا بریدونه غندلي او ياد عمل يې له وړاندې تنظيم شوی جرم بللی او ټینګار یې کړی، چې دا وضعیت د خلکو د مرګژوبلې تر څنګ د پراخو بشري ستونزو لامل شوی دی.
د معلوماتو له مخې، په دې وروستیو کې د پاکستان پوځي رژیم د بریدونو له امله په بېلابېلو ولایتونو کې شاوخوا ۲۷ زره تنه بېځایه شوي، چې له جملې یې ۶۸۸ کورنۍ په نورستان، ۱۰ زره او ۳۹۵ په کونړ، له ۱۵۰۰ زیات په ننګرهار، ۷۱ په لغمان، ۷ زره په پکتیا، ۳۸۳۰ په خوست، ۱۵۰۰ په پکتیکا، ۸۲۲ په زابل او ۸۹۵ کورنۍ په کندهار کې دي.
اقتصاد وزير ویلي، چې اسلامي امارت هڅه کړې له اړمنو سره مرسته وکړي، خو لا هم اړتیا ده، چې نړیوال بنسټونه په دې برخه کې همکاري زیاته کړي.
همداراز، د تورخم په عمري کمپ د بیا رغونې او د بهر څخه د راستنېدونکو کورنیو د ځای پر ځای کولو اړتیا هم یاده شوې ده. ښاغلي حنيف له ټولو ملي او نړیوالو بنسټونو غوښتي، چې له اړمنو کورنیو سره د مرستې په برخه کې همکاري وکړي.

