د سوريې ولسمشر احمد الشرع بريټانیا ته د خپل سفر پر مهال په «بکینګهم» ماڼۍ کې د همدې هېواد له پاچا درېیم چارلز سره لیدنه او خبرې کړې دي.
د سوریې دولتي رسنۍ راپور ورکړی، په دې لیدنه کې دواړو لوريو د دوهاړخیزو همکاریو د پراختیا پر لارو چارو خبرې کړې، څو د دواړو هېوادونو ګډې ګټې خوندي شي.
د راپور له مخې، د بريټانیا پاچا له سوریې څخه خپل ملاتړ څرګند کړی او د دې هېواد له خلکو سره یې د بیا رغونې په هڅو کې د همکارۍ ژمنه کړې ده. له دې وړاندې، احمد الشرع لندن ته له رسېدو وروسته د بريټانیا له لومړي وزیر کېیر استارمر، د بريټانوي شرکتونو له استازو او سوداګریزو مشرانو سره هم لیدنې کړې وې.

