ډېر لوستل شوي

پر اسرييلو د ایران پراخ بریدونه؛ د امریکا او اسراييلو مهم اهداف په نښه شوي

د ايران مرکزي قرارګاه «خاتم‌النبياء» خبر ورکړی، چې د جګړې له پيله يې په يو پراخ بريد کې د امريکايي او سراييلي اهدافو پر وړاندې پراخ توغنديز او بې‌پېلوټه بريدونه کړي دي.
د يادې قرارګاه ویاند ابراهیم ذوالفقاري تېره شپه ویلي، دا برید د «وعده صادق ۴» عملیاتو د ۸۹م پړاو په چوکاټ کې په ګډه بڼه ترسره شوی، چې پکې شاوخوا سل توغندي، سلګونه بې‌پیلوټه الوتکې او ۲۰۰ راکټونه کارول شوي دي.
د نوموړي په وینا، یاد برید د لوېدیځې اسیا په بېلابېلو سیمو، د اسراييلو ښارونه او همداراز په بحرین کې د امریکايي ځواکونو پر اډو متمرکز و.
هغه زیاته کړې، په دې برید کې د امریکايي ځواکونو یوه چورلکه له منځه وړل شوې او نورو ته هم زیان اوښتی دی. همداراز، د ایران سمندري ځواکونو د بالستیک او کروز توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په کارولو سره نور مهم اهداف هم په نښه کړي دي.
د ذولفقاري په وينا، په دې بریدونو کې دوه امریکايي رادارونه او یوه اسراييلي نفت‌وړونکې بېړۍ هم له منځه وړل شوې ده.
په ورته مهال، اسراييلي رسنیو راپور ورکړی، چې دا د تېرو درېیو اوونیو تر ټولو لوی برید و، چې له امله یې په بېلابېلو سیمو کې د خطر زنګونه غږېدلي دي.

اړوند خبرونه