د ننګرهار امنیې قوماندانۍ وياند سيد طيب حماد اميد راډيو ته ویلي، چې د تېرې “جمعې” شپې ورښتونو او سېلابونو له امله د ننګرهار په بېلابېلو سیمو کې نهو تنو ته مرګژوبله اوښتې او ځینو خلکو د مال زیان لیدلی.
د ننګرهار امنیې قومندانۍ ویاند سید طیب حماد همداراز زياته چې تېره شپه د جلال آباد ښار اتمې ناحیې اړوند ټغرو کلي کې د یوه کور د کوټې چت نړېدو له امله د جاوید په نوم د یو تن د کورنۍ دوه ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور پکې ټپیان شوي دي. تپیانو کې د یوه ټپي وضعیت نازک ښودل شوی.
دغه راز ده بالا ولسوالۍ اړوند سورکمر سیمه کې د چرګانو یو فارم د نړېدو امله یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی او بل تن ټپي دی.
د مسوولینو په وینا د یاد فارم په نړېدو کې ۱۵۰۰ چرګان هم له منځه تللي دي.
همدارنګه په بهسودو، بټي کوټ، مومندره، چپرهار، ګوشتې، کوټ او روداتو ولسوالیو کې د غنمو، هندواڼو او سبو ولاړ فصلونه چې شاوخوا ۵۳۴ جریبه ځمکه یې نیولې وه، له منځه تللي.
د معلوماتو له مخې، په پچیراګام ولسوالۍ کې د یوه کانال د ویجاړېدو له امله شاوخوا ۴۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه له جدي ګواښ سره مخ شوې او په حصارک ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله لس سربندونه ویجاړ شوي دي.

