د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو لوړپوړی افغان پلاوی متحده عربي اماراتو ته په یوه رسمي سفر روان شوی.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل نن ماخوستن( دوشنبه، مرغومي ۱۷مه) په خپل رسمي اېکس ددې افغان پلاوي د تګ خبر ورکړی دی.
تمه ده، د دې سفر پرمهال به افغان پلاوی اماراتي چارواکو سره پر دوو اړخيزو اړيکو، اقتصادي همکاريو پراختيا او نورو موضوعاتو خبرې اترې وکړي.