ډېر لوستل شوي

د افغانستان او عربي اماراتو پر اقتصادي چارو بحث وشو

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقی او د متحده عرب اماراتو د اقتصاد وزیر عبدالله بن طوق المري او مل پلاوي ترمنځ د یو لړ اقتصادي چارو په اړه دوه اړخیزه ناسته ترسره شوه.
عبدالله بن طوق المري د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو د وزیر په مشرۍ پلاوي ته د هرکلي ویلو تر څنګ، د متحده عربي اماراتو اوسنی اقتصادي وضعیت تشریح کړ او د افغانستان -اماراتو د سوداګرۍ د پراختیا په اړه یې خپله ژوره لیوالتیا څرګنده کړه.
مولوي متقي هم د افغانستان د اقتصادي وضعیت، د پانګونې شته فرصتونو او د سوداګرۍ په برخه کې د همکاریو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل.
دې کتنه کې د کانونو پر کېندنې، د کرنې میکانیزه کولو، د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ او د ترانزېټ پراختیا، اماراتو ته د افغان کارګرانو لېږد، د بانکي اړیکو عادي کول او د سوداګرۍ خونو ترمنځ د همکاريو په تړاو هر اړخیز او تفصیلي بحثونه ترسره شول.
پای کې دواړو لوریو هوکړه وکړه چې د بحث شویو مسایلو لپاره به تخنیکي ټیمونه ټاکي؛ تر څو یاد پروګرامونه په اغېزمن ډول عملي شي.

اړوند خبرونه