ډېر لوستل شوي

اسماعیل هنیه: اسلامي هېوادونه باید وسلې راکړي

 د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه نن په دوحه کې د اسلامي نړۍ د عالمانو د یووالي په غونډه کې وویل چې د غزې جګړه یوازې د فلسطینیانو جګړه نه ده؛بلکې د مسجد الاقصی جګړه ده.

هنیه وایي چې اسرايلو په غزه کې درې موخې ټاکلې وې: د مقاومت له منځه وړل، د بنديانو بېرته ستنول او مصر ته د غزې د خلکو لېږدول؛  خو له درنو لګښتونو، جنایتونو او نسل وژنې سره سره یې هیڅ هدف نه دی تر لاسه کړی او د جګړې په ډګر کې یې مرګ ژوبله له هغه څه زیاته ده چې دوی یې اعلانوي.

 د غزې د خلکو د بې کوره کولو هدف د غزې د اوسېدونکو په سرښندنه له ماتې سره مخ شو. هنیه څرګندوي چې د غزې هغه اوسېدونکي چې له غزې بهر بند پاتې وو، بېرته راګرځېدلي او غزه کې د استوګنې هوډ لري.

اړوند خبرونه