ډېر لوستل شوي

په هېواد کې څه‌باندې ۱۵ ميليونه برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي، چې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ له پيل تر اوسه ۱۵ ميليونه او څه‌باندې ۱۸ زرو هېوادوالو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
د يادې ادارې د معلوماتو له مخې، په دې پېژندپاڼو کې ۹ ميليونه او ۶۷ زره يې نارينه او ۵ ميليونه ۹۵۲ زره يې ښځو ته وېشل شوې دي.
په دې برېښنايي پېژندپاڼو کې تر ټولو ډېرې په کابل کې وېشل شوي، چې شمېر یې شاوخوا ۶ ميليونه او ۲۲۵ زره دی، ورپسې هرات کې يو ميليون او څه باندې ۶ زره، په ننګرهار کې ۷۶۵ زره او ۲۵۶، بلخ کې څه باندې ۶۷۸ زره او په کندهار کې نږدې ۵۲۶ زره او يو شمېر يې په نورو ولايتونو کې وېشل شوې دي.
ياده دې شي، چې ياد شمېر له ډلې یوازې ۹ ميليونه الکترونکي تذکرې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته وېشل شوې دي.

اړوند خبرونه