ماليې وزارت د افغانستان د مالي مديريت معلوماتي سېسټم (افميس) ته له نړيوالو معيارونو سره سم، په اغېزمنه توګه پراختيا ورکړې ده.
دې وزارت ويلي، چې له دې سره به د هېواد د عامه مالي سکټور اغېزمن مديريت، بشپړ کنټرول، د مالي چارو د راپور ورکولو او لګښتونو د کنټرول په برخو کې به بشپړه روڼتيا رامنځته شي.
د مسوولينو په وينا، د “افميس” نوی سېسټم په هر اړخیز توګه د هېواد په ۱۴ مهمو وزارتونو او ۸ ولایتي مستوفېتونو کې په بریالۍ توګه ازمایل شوی او د ياد سېسټم په پار مسلکي کارکوونکي هم روزل شوي دي. د ياد وزارت د معلوماتو له مخې، د “افميس” پخوانی سېسټم په ۲۰۰۲ میلادي کال کې د “فريبلانس” شرکت له لوري جوړ شوی و، چې ټولې تخنيکي چارې يې د ياد شرکت په واک وې.