ډېر لوستل شوي

د پوهنې وزارت سرپرست د لوګر د ديني مدرسو د کلنيو ازموينو له بهير څخه ارزونه کړې

د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبيب‌الله اغا د لوګر ولايت د ديني مدرسو “عاليه، عالميه، ثانويه او مافوق ثانويه” دورو د مشترکو کلنيو ازموينو له بهير څخه ارزونه کړې ده.

ياد وزارت وايي، چې ښاغلي اغا د دې سفر په لړ کې د لوګر د پوهنې له مسوولينو او کارکوونکو سره هم د ليدنې په مهال د هغوی ستونزې اورېدلې دي. په ياده ليدنه کې د پوهنې سرپرست مولوي حبيب‌الله اغا د دې دوروې ګډونوال هڅولي، چې خپلو زده‌کړو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د خپل هېواد په ابادۍ او پرمختګ کې برخه واخلي.

اړوند خبرونه