د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي وایي، د وزارت څارونکو ته امر شوی؛ تر څو هغه کارخانې او ورکشاپونه وپلټي چې ماشومان پکې پر شاقه کارونو بوخت دي.
نوموړی وایي، څارونکو ته حکم شوی چې د وزارت له فرمان سره سم کوچنیان له درنو کارونو راوګرځوي.
یاده دې شي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته دا لومړی ځل دی چې د کوچنیانو د شاقه کارونو د مخنیوي هڅې کیږي.