د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت په غزه کې د حماس جهادي غورځنګ او صهيونېست رژيم ترمنځ د اوربند له هوکړې هرکلی کړی دی.
ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د حماس جهادي غورځنګ مشرتابه او د فلسطين صابر ولس ته د دې لويې لاسته رواړنې مبارکي ويلې ده.
دې وزارت په ياده خبرپاڼه کې هيله څرګنده کړې، چې د هوکړې ټول پړاوونه په بشپړه توګه عملي او د غزې ولس ته بشري مرستې په بېړنۍ توګه ورسېږي. د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت دغه راز په دې خبرپاڼه کې زياته کړې، چې اسلامي امارت به د تېر په څېر د افغان ملت په استازولۍ د یو خپلواک فلسطیني دولت او فلسطیني ولس ملاتړ ته دوام ورکوي.