په افغانستان کې د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور سره په کتنه کې ویلي چې د ټاپي پروژې د عملي پیل لپاره شرایط تر بل هر وخت اوسمهال ښه چمتو شوي دي.
دا غونډه نن چهارشنبه د کانونو او پټرولیم وزارت دننه د مرغومي ۲۰ مه د ټاپي پروژې اجرایوي رئیس مراد امانوف په شتون کې جوړه شوې وه.
د کانونو او پټرولیم وزارت په وینا، په دې کتنه کې د ټاپي پروژې پر ارزښت، د ځمکې استملاک، کابل ته د ترکمنستان د تخنیکي پلاوي د سفر او په هرات ولایت کې د عملي کار د پیل لپاره د زمینې برابرولو په اړه خبرې وشوې.
په افغانستان کې د ترکمنستان سفیر په افغانستان کې د ټاپي پروژې د عملي کېدو په برخه کې د خپل هېواد ژمنه اعلان کړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور د ټاپي پروژه د غړو هېوادونو لپاره یوه ګټوره پروژه وبلله او زیاته یې کړه چې افغانان د دې پروژې ملاتړ کوي.
ښاغلي دلاور زیاته کړه چې اسلامي امارت د ټاپي پروژې په تطبیق کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی. ټاپي پروژه د ګازو د نل لیکي د لېږد پروژه ده چې له افغانستان څخه پاکستان او هند ته د ترکمنستان ګاز لېږدوي.
د دې پروژې په پلي کېدو سره به افغانستان د مایع ګازو پر ترلاسه کولو سربېره هرکال د ټرانزېټ سلګونه میلیونه ډالر حق ترلاسه کوي.