د غزني ولايت په اندړو ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پېښې له امله دوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ياد ولايت امنيه قوماندانۍ وياند خالد سرحدي ويلي، چې د دغه ولايت د اندړو ولسوالۍ اړوند نوري سيمه کې د يوه فيلډر د چپه کېدو په پېښه کې دوه کسانو خپل وژند له لاسه ورکړی دی.
نوموړي د يادې پېښې لامل د موټر چلوونکو بېپامۍ ښودلې ده.