ډېر لوستل شوي

اطلاعاتو او کلتور وزارت د وزارتونو او خپلواکو ادارو ویاندویانو ته روزنیز سیمینار پیل کړی

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست له لوري په پلازمېنه کابل کې د وزارتونو او خپلواکو ادارو ویاندویانو ته ۴ ورځنی روزنیز سیمینار پیل شوی.
د سیمينار د پيل په مراسمو کې د خپرونو چارو مرستیال مولوي حیات الله مهاجر فراهي، اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست ریيس مولوي رحمت اللّٰه نړيوال او د وزارتونو، خپلواکو او مرکزي ادارو ویاندویانو ګډون کړی وو.
د سیمينار د‌ پرانېستې او هرکلي وينا اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست ریيس مولوي رحمت اللّٰه نړيوال وکړه. ښاغلي نړیوال په خپلو خبرو کې وویل چې د رياست الوزرا عالي مقام له حکم سره سم په هرو دريو مياشتو کې له ویاندویانو سره د‌ همغږۍ غونډه جوړېږي. نوموړي وړاندې وویل چې دا ښوونيز سمينار به څلور ورځې په بر کې ونیسي، چې هره ورځ به د بېلابېلو استادانو له لوري د ویاندویۍ او نورو چارو اړوند درسونه وړاندې کیږي.
ورته مهال د خپرونو چارو مرستیال مولوي مهاجر فراهي د سیمينار ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې ويل: رسنیزه برخه په نظام کې ډېره مهمه برخه ده او د نظام کاري ژمنتيا، تعهد، فعاليتونه او لاسته راوړنې د ویاندویانو په واسطه تر ولسونو رسېږي، اسلامي امارت د ډېرو محدوديتونو سره هم په تېرو شاوخوا دريو کلونو کې سترې لاسته راوړنې لري، چې تر خلکو رسول يې زمونږ او ستاسې مسووليت دی.
ښاغلي مهاجر فراهي زياته کړه؛ د‌ هرې ادارې وياند بايد د خپلې اړوندې ادارې او فعالیتونو په اړه بشپړ معلومات ولري، هر وياند بايد د خپلې اړونده ادارې معلومات رسنيز کړي، دقت او چټکتیا بايد په پام کې ونيسي او له رسنيو او خبريالانو سره صمیمانه اړيکې ولري.

اړوند خبرونه