د لوګر د ټولګټو رياست مسوولينو اميد راډيو ته ويلي، چې د لوګر ـ پکتيا لويه لار د ترافيکو پرمخ پرانېستل شوې ده.
د ټولګټو ریاست د ازرې او خروار ولسوالیو لارو په تړاو شته ستونزې هم مني او ډاډ ورکوي، چې د دې لارو د پاکولو لپاره به ژر ګام پورته کړي.
د لوګر او پکتیا ترمنځ لویه لار د سیمې لپاره یوه مهمه اقتصادي او د تګ راتګ لار بلل کېږي، چې د مسافرو، سوداګرو او د سیمې اوسېدونکو د ژوند په ورځنیو چارو کې حیاتي رول لوبوي.