ډېر لوستل شوي

بهرنیو چارو سرپرست: د هېواد اقتصاد مخ پر ودې روان دی

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د يوناما مشرې روزا اوتونبایوا سره په کتنه کې د افغانستان پر اقتصادي ودې، بشري مرستو پر پراخونې او نورو موضوعاتو خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیرد اقتصادي ثبات په ډګر کې د افغانستان اسلامي امارت لاسته راوړنو ته په اشارې وویل، چې د هېواد اقتصاد له ټیکاو وروسته مخ په لوړېدو دی.

ښاغلي متقي د بېلګې په توګه د نړيوال بانک وروستی راپور یاد کړ چې سږ کال يې اقتصادي وده ۲.۷٪ ښودلې وه. مولوي متقي صيب وويل چې د اقتصادي پرمختيا په برخه کې نور پلانونه هم د تطبيق په حال کې دي چې په بشپړېدو سره به يې د چټکې اقتصادي ودې شاهدان اوسو.

د يوناما مشرې وويل چې په تېرو درېوو کلونو کې د لومړي ځل له پاره له افغانستان سره د پرمختيايي مرستو کچه له بشري مرستو څخه زياته شوې، دا يو خورا مثبت پرمختګ دی او د افغانستان پر اقتصاد به يې اغېز مثبت وي. ښاغلې روزا وړاندې د اسلامي امارت هڅې وستایلې او او ژمنه يې وکړه چې د ملګرو ملتونو په ناستو کې به دغه لاس ته راوړنې شريکې کړي

اړوند خبرونه