ډېر لوستل شوي

مولوي اسد‌الله بلال کريمي په شانګهای سازمان کې د افغانستان د غړیتوب د احیا غوښتنه وکړه

په چین کې د افغانستان لوی سفیر مولوي اسدالله بلال کریمي د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د افغانستان د څارونکي غړیتوب د بیا احیا غوښتنه کړې ده.

په بیجینګ کې د افغانستان سفارت دغه څرګندونې نن (چهارشنبه، د سلواغې درېيمه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ښاغلي کریمي په حواله خپرې کړې دي.

د ياد سفارت د خبرپاڼې له مخې، د اسلامي امارت لوی سفير د شنګهای د همکاريو په ناسته کې د غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګريزو، ترانزيټي او کلتوري اړيکو د پياوړتيا اړتيا په ډاګه کړې ده.

ښاغلي کريمي همدارنګه په چین کې د افغان سوداګرو لپاره په جوړېدونکو نندارتونونو کې د ګډون غوښتنه هم کړې.

نوموړي د یادې ناستې په څنډه کې د شانګهای د همکاریو سازمان له عمومي منشي او د دې سازمان له ځینو نورو چارواکو سره جلا جلا لیدنې هم کړې دي.

یاده دې وي، چې اسلامي امارت د شانګهای د همکاریو سازمان له مشرانو سره په مستقیم اړيکه کې دی او هڅه کوي، چې د افغانستان د څارونکي غړیتوب ځای خپل کړي.

اړوند خبرونه