ډېر لوستل شوي

د کندز له مرکزي زندانه لسګونه بندیان ازاد او د لسګونو نورو د بند موده کمه شوه

د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانګړي شفقت او فرمان له مخې، د کندز ولایت له مرکزي زندان څخه ۴۲ بندیان ازاد او د ۱۱۴ نورو د بند موده کمه شوه.

د یاد ولایت د زندانونو د چارو د تنظیم رییس ویلي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمان له مخې د دغه ولایت له مرکزي زندان څخه ۴۲ بندیان ازاد شول او د ۱۱۴ نورو د بند موده راټیټه شوې ده. ازاد شوي زندانیان د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان هرکلی کړی او په وینا یې د ژوند اصلاحي څپرکی به پیلوي.

اړوند خبرونه