ډېر لوستل شوي

بلخ کې روان کال ۱۲۰ ټرافیکي پېښې رامنځته شوي

د بلخ سیمه ییزو مسوولینو ویلي چې د روان لمریز کال په تېرو لسو میاشتو کې په دغه ولایت کې تر ۱۲۰ ډېرې ټرافیکي پېښې رامنځته شوې دي.

د بلخ د ترافيکو مديريت وايي، چې په دې پېښو کې ۱۲۳ تنه مړه او ۱۷۷ نور ټپيان شوي دي.

د مسوولینو له قوله، دغه ټرافيکي پېښې د بلخ- جوزجان، بلخ- سمنګان او هرات- مزار شريف پر لويو لارو رامنځته شوې دي.

مسوولینو زیاته کړې، چې د دغو پېښو اصلي سببونه د سړکونو خرابوالی، تنګوالی، د موټروانانو بې غوري، د ښي اړخ موټرو شتون او د ټرافیکي قوانینو نه مراعت دی.

اړوند خبرونه