د واشنګټن او بیجېنګ د کشمکش سربېره، د ټایوان د ولسمشریزو او پارلماني ټاکنو بهیر نن سهار شنبه(د مرغومي په ۲۳) په دغه هیواد کې پیل شو.
تمه ده چې دا ځل واکمن (ټایوان ډیموکرات ګوند) او (ټایوان خلک) په نوم مخالف ګوندونه د ټولټاکنو د ګټلو په تکل د سیالۍ ډګر ته ووځي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د امریکا یوه لوړپوړي چارواکي له بیجېنګه غوښتي و چې په هېڅ صورت دې دا هیواد د ټایوان په ټولټاکنو کې لاسوهنه نه کوي.
یاده دې شي چې د ټایوان په چارو کې د چین د نهمداخلي پر سر د بیجېنګ او واشنګټن ناندرۍ اوسنۍ نه دي. چین ادعا کوي چې ټایوان یې خپله خاوره ده. له بله پلوه واشنګټن د ټایوان نړیوال مالي ملاتړی او د وسلو ورکوونکی دی.
د یادونې وړ ده چې په ټایوان کې له ۱۹۹۶ راهیسې د دولت لېږد د ټاکنو له لارې په سوله ییز ډول ترسره کیږي.