ډېر لوستل شوي

د افغانیو د ټیکاو په موخه؛ افغانستان بانک ۲۵ میلیونه امریکایي ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک وایي، چې سبا (دوشنبه، مرغومي اتمه) د داوطلبۍ له لارې ۲۵ میلیونه امریکایي ډالر لیلاموي.

افغانستان بانک له ټولو بانکونو او د صرافیو له شرکتونو غوښتي چې دغه داوطلبۍ کې برخه واخلي.

افغانستان بانک داسې مهال یاد ډالر بازار ته وړاندې کوي چې یو ځل بیا د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیه لوړه شوې. یاده دې شي چې افغانستان بانک تر دې پخوا ویلي چې د ونډو بازارونه یې تر څار لاندې دي او پراخې مالي سرچینې په واک کې لري.

اړوند خبرونه