د هلمند په باغران او موسیٰ کلا ولسوالیو بازارونو او شاوخوا سیمو کې د ترهګرۍ سره د مبارزې آمریت مسوولینو له لوري د ١٠١ موټرو تورې ښیښې سپیني کړل شوې.
هلمند کې ددې موټرو ښیښې په داسې حال کې سپینیږي، امیرالمؤمنین حفظه الله حکم کړی چې په ټول هېواد کې دې د موټرونو تورې ښیښې سپینې شي.
د هلمند سربېره په نورو ولایتونو کې هم د تورو ښیښولرونکو موټرچلوونکي اړ شوي چې د موټرونو ښیښې سپینې کړي.