د پکتیکا د پوهنې ریاست له لوري د مرکز اړوند د دیني مدارسو او ښوونځیو له (۳۱۰) زده کوونکو، کارکوونکو او د سیرت النبي له مینوالو څخه ددې ولایت په علي بابا لېسه کې ازموینه اخېستل شوې.
د پکتیکا د پوهنې رییس مولوي عبدالوکیل خالد وویل چې د نبوي سیرت ازموینه د زده کوونکو په منځ کې د اسلامي ارزښتونو او د حضرت محمد (ص) د ژوند د علمي اړخونو پوهاوی لوړوي.
د پکتیکا د پوهنې یوه مسوول د ازموینې په څنډه کې ویلي چې مسلمانان باید هڅه وکړي، چې د خپل پیغبر (ص) پر سیرت او صورت ځانونه سنبال کړي. یاده دې شي چې تر دې پخوا هم په نورو ګڼو ولایتونو کې د سیرت النبي، فکري پوهنې او ساینسي علومو ازموینې اخیستل شوې وې.