ډېر لوستل شوي

د افغانستان او فرانسې په دوه اړخيزو اړيکو خبرې شوې

په قطر کې د اسلامي امارت سفير محمد سهيل شاهين په خپل دفتر کې د افغانستان لپاره د فرانسې له سفير جين ميرين شو سره کتلي دي.

ښاغلي سهيل شاهين په خپله اېکس پاڼه ليکلي، په دې ناسته کې د افغانستان او فرانسې ترمنځ د دوه اړخيزو اړيکو، د روغتيا په برخه کې د همکارۍ او د کابل نړیوال هوايي ډګر د رادار سیسټم اړوند مخکینيو خبرو د تعقيب پر موضوعاتو خبرې کړې دي.

په ياد هېواد کې د اسلامي امارت سفير وړاندې ويلي، چې په دې ناسته کې د سيمې او نړۍ په تړاو هم خبرې شوې دي. ياده ليدنه په داسې حال کې کېږي، چې د اسلامي امارت چارواکو له بېلابېلو هېوادونو سره د اړيکو په پراخولو کې د پام وړ هڅې کړې دي.

اړوند خبرونه