د ماليې وزارت د تشخيصيې نمبر مرکزي امريت د روان کال په درېيمه ربعه کې ګنې اسانتياوې او لاسته راوړنې رامنځته کړې دي.
ياد وزارت د يوې خبرپاڼې له مخې، په ټول هېواد کې يو سلو ۱۷ زره ۳۱۱ او په مرکز کې ۱۵ زره ۵۱۶ تشخصيې نمبرونه تر تأييد وروسته وېشلي دي.
دغه راز ۱ زر ۷۴۲ نوي بنسټونه رامنځته کړي، په ۱ زره ۲۵۷ کې يې اړين بدلونونه راوستي، ۲ زره ۷۶۶ بنسټونو مالياتې مرکزونه بدل او سلګونه تکراري تشخيصيې نمبرونه يې له منځته وړي دي. د ماليې وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لړ کې د ياد امريت اړوند څانګو کې برېښنايي اسانتياوې رامنځته شوې او دغه راز په سلګونه باقيدار ماليه ورکوونکي د ماليې ورکولو ته اړ شوي دي.