ډېر لوستل شوي

خوست کې د نیمګړو روغتیایي مرکزونو چارې پیل شوې

د خوست ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت مرکز اړوند خانې خوړ سیمه کې د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د ۴ روغتیایي مرکزونو نیمګړې چارې پيل شوې دي.

مسوولینو ویلي چې ددې روغتیایي مرکزونو ۸۰ سلنه چارې د تېر حکومت په وخت کې بشپړې شوې وې او ۲۰ سلنه پاتې چارې یې پرون پیل شوې. ددې روغتیایي مرکزونو له جوړېدو سره به د مرکز اړوند غازي آباد، نیازي آباد، سورواک، سلیمانزیو او د ګربز ولسوالۍ د چنار د سیمې خلکو ګڼې روغتیایي ستونزې هوارې شي.

اړوند خبرونه