د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي تېره ورځ د نادرخان تپې له نوي جامع جومات څخه ليدنه کړې ده.
د معالوماتو له مخې، ياد جامع جومات د څه باندې يو مليون ډالر په لګښت جوړېږي، چې چارې يې ۹۰ سلنه بشپړ شوې دي.
په ياده تپه کې د جومات سربېره د خوراکي توکو سټورونه، کافيشاپ او يو شمېر نور سياحتي ځايونه هم په پام کې نيول شوي دي. ياده دې شي، چې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست سره په دې ليدنه کې د سرحدي پوليسو قوماندان جنرال شريف او وزير حقاني هم ملتيا کړې ده.