ډېر لوستل شوي

د تېرې ادارې يو شمېر مسوولينو ته د خونديتوب کارتونه وېشل شوي

د وزيرانو شوراء سياسي معاونيت د دفتر عمومي رييس مولوي ذاکرالله ذاکر د تېرې ادارې يو شمېر مسوولينو او پخوانۍ سناتورې واحده ساپۍ ته د خونديتوب کارتونه ورکړي دي.
ارګ په خپره کړې خبرپاڼه کې له بهر څخه هېواد ته د راستنو شويو له قوله ويلي، چې دوی لېواله دي د افغانستان د پرمختګ او ابادۍ لپاره کار وکړي او پاتې ژوند په باعزته توګه له خپلو هېوادوالو سره يو ځای تېر کړي.
د رياست‌الوزراء سياسي معاونيت د دفتر رييس ويلي، چې د اسلامي امارت له راتګ سره سم عمومي عفوه اعلان شوې او له هېچا څخه د پخوانیو دندو او مسوولیتونو په تړاو پوښتنه نه کېږي.

اړوند خبرونه