ډېر لوستل شوي

ننګرهار کې ۱۵ چکډیمونه ګټې اخیستو ته وسپارل شول

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې په یاد ولایت کې د ۱۵ چکډېمونو د رغونې چارې بشپړې شوې دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او نوې ټکنالوژۍ رییس وویل چې د امیرالمومنین حفظه الله د ځانګړي حکم پر بنسټ د افغانستان په ټولو ولسوالیو کې د چکډېمونو د رغولو پروژه پیل شوې چې په ترڅ کې یې ننګرهار کې تر دمګړۍ ۱۵ چکډېمونه رغېدلي.
نوموړي زیاته کړه چې د پاتې ۷ چکډېمونو د رغولو چارې به هم په نږدې ورځو کې پیل شي.
دا چکډېمونه په اچین، ګوشتې، هسکې مېنې، پچیراګام، کامه، مهمندرې او بټي کوټ ولسوالیو کې جوړ شوي دي.
د کرنې ریاست مسوولین وایي چې د دې پروژې په تطبیق سره به نه یوازې د سیمې د اوبو ستونزه هواره شي بلکې د سلګونو اوسېدونکو لپاره به د کار زمینه هم برابره شي.

اړوند خبرونه