د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد نبي عمري د غزني د نوي مرستیال والي په پېژنغونډه کې ویلي، نظام کې هېڅ اختلاف نشته او اسلامي امارت په ډلو ټپلو نه دی وېشل شوی.
ښاغلي عمري دې غونډه کې ویلي چې موږ او تاسو باید پر خواله رسنیو ونه غولیږو. نوموړي زیاته کړه چې د اسلامي امارت په صف کې د اختلاف اوازې دوښمنې رسنۍ ګډوي.