د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ویلي چې د حج غوښتونکو لپاره د پچې اچونې لړۍ په ټول هېواد کې ترسره شوه.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، د نوملیکنې بهیر څو موده مخکې پیل شوی و او نن(دوشنبه، سلواغې ۱۵مه) د دغه وزارت د ځينو چارواکو او د ځینو حجکوونکو په شتون کې ترسره شوه.
ویل کیږي، چې سږکال د حج لپاره تر ۱۰۵ زره زیاتو کسانو نوملیکنه کړې ده.
په پلازمېنه کابل کې د حاجیانو مجتمع کې په همدې تړاو غونډه رابلل شوه چې د دې وزارت مسلکي مرستیال، د مرکزي ریاستونو رییسانو، د حج د داخلي کمېټې غړو او د حج نویو زایرینو پکې گډون کړی وو.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال شیخ الحدیث مولوي زرمحمد حقاني وویل چې د سږ کال د حج اداینې په پار په پلازمېنه کابل او ټولو ولایتونو کې د حج پروسې نوملیکنه پیل شوه وه چې د سلواغې په اتمه پای ته ورسېده.
نوموړي ویلي چې د کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې پچه اچونه ترسره شوې.
یاده دې شي چې په دې وروستیو کې د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر هیله کړې وه چې افغانانو ته د حج سهیمې زیاتې شي.