د هلمند په مرکز، بهرامچې او موسی کلا ولسوالیو کې امنیتي ځواکونو ۶ غله نیولي.
ویل کیږي چې دا کسان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نیول شوي.
دې غلو ۷ موټرسایکلونه، ۲ مولدونه، ۴ پسونه، دوه ټېلیفونونه، درې بیټرۍ او د موټرسایکلونو نورې پرزې غلا کړې وې.
یاد کسان د هلمند عدلي او قضایي ارګانونو ته ورپېژندل شوي.