واشنګټن پوسټ په تازه ګڼه کې ویلي چې اسلامي امارت د واخان غوندې سیمه پر یوه نړیوال سوداګریز مرکز بدلوي او غواړي له چین او سیمې سره د سوداګرۍ نوې دروازې پرانیزي.
دغې امریکایۍ ورځپاڼې ویلي که واخان د ټرانزیټي لارې اهمیت خپل کړ؛ لیرې نه ده چې چین به د سیمې هېوادونو ته او د سیمې هېوادونه به چین ته لنډه لاره ومومي او د سیمې د سوداګرۍ په بډاینه کې به ستره ونډه ولوبوي.
دې شننه کې موږ د واخان جیوپولیټیک اهمیت، تاریخي مخینې او نورو باندې تم یو؛ پر دې ټکي ټینګار اړین دی چې همدا سیمه یو وخت ان د افغانستان برخه نه حسابېده؛ خو اوس یې د ملکیت پر ځای د ټرانزېټ او سوداګریز اهمیت بحث راپورته کیږي.
واخان د افغانستان په شمال ختیځ برخه کې پروت کورېډور دی. یاده دې شي چې کورېډو یا دهلیز په اقتصادي لحاظ داسې سیمو او ساحو ته ویل کیږي چې له همدې یوې خطې او ځمکې څو لارې وتي وي. په طبیعي ډول له دهلیزه بېلابېلو کوټو ته لار وي؛ نو څنګه واخان کورېډور نومول شوی.
پر واخان د تاریخ په اوږدو کې ډېرې شخړې شوي او هر زبرځواک یې د خپلونې هڅې کړي دي. دا هغه کورېډور دی چې کولی شي په یوه وخت د اسیا ختیځې، سویلي او مرکزي سیمې سره وصل کړي.
خو زموږ دا لعل د دوو ډېر مضرو او پټو دوستانو! په خولو کې پروت دی. موخه مو دا ده چې واخان د تاجکستان او پاکستان په منځ کې پرته ریښکۍ ده او ددې دوو هېوادونو ترمنځ ان ۱۳ کیلومټره واټن تشکلیوي.
په دې وروستیو کې داسې اوازې خپرېدې چې ګوندې دې سیمې ته پاکستان خېټه په اوبو کې اېښې ده. خو یاده دې شي چې واخان د پاکستان له ګلګت بلتستان سره پوله لري، چې هغه یوه فدرالي سیمه ده او ان اوسېدونکي یې د پاکستان له هویته هم منکر دي.
واخان اصلاً د افغانستان د عظیمې خاورې برخه ده او افغان خاوره له چین سره وصلوي. د دې تړانګې ټول اوږدوالی ۳۵۰ کیلومټره دی او پلنوالی یې په ځینو ځایونو کې ۱۳ او په ځینو کې ۶۵ کیلومټرو ته رسېږي. د دې تړانګې ټول مساحت له ۱۰۳۰۰ کیلومټرو مربع اوړي او شاوخوا ۱۵۰۰۰ تنه پکې اوسېږي. دا هغه عظیمه جغرافیه ده چې د نړۍ درې لویې لوړې څوکې(قره قروم، پامیر او هندوکش) سره نښلوي.
چین په افغانستان سربېره له ۱۳ نورو هېوادونو سره هم پوله لري، خو تر ټولو لنډه سرحدي پوله یې له افغانستان سره ده چې شاوخوا ۷۶ کیلومټره اوږدوالی لري. له نورو هېوادونو سره د چین دا له ټولو لنډه سرحدي پوله ګڼل کېږي. یاده دې شي چې واخان له ۱۸۹۵ میلادي کال راهیسې د هغه وخت د شوروي اتحاد او زبرځواکې بریټانیې ترمنځ د بفر زون او یا حایل حیثیت درلود. مانا همدا واخان به د وخت د شوروي اتحاد او بريټانوي ځواک ترمنځ د یوې پولې او دېوال حیثیت خبل کړی و.
دې سیمې ته تراوسه لېوالتیا ځکه زیاته ده چې د واخان لاسته راوړل، اصلا د منځنۍ اسیا د ټولو زېرمو لاسته راوړل دي. د مرکزي اسیا هېوادونه(قزاقستان، ترکمنستان) او نور د ګازو او نفتو بې سارې ذخیرې لري.
واخان یوه صعب العبوره سیمه ده؛ خو وخچیر یې یوازینۍ نرۍ لاره ده چې د تګ راتګ شونتیا ترې شته. دا هغه نقطه ده چې د افغانستان او چین ترمنځ یې لاسرسی او تګ راتګ ممکن کړی دی.
واخان ډېر تاریخي قدامت لري او په زړو متونو کې یې یادونه شوې ده، خو همدا سیمه تر ډېره وخته پورې د بدخشان د محلي واکمنانو له خوا اداره کېده. واخان حتی کولای شي چې یو ځمکنی ټرانزېټ او پل رامنځته کړي. دا ساحه کولی شي افغانستان، پاکستان، چین او تاجکستان په یوه نقطه کې سره راټول کړي، خو په ټینګه وایو چې که زموږ ګاونډي هېوادونه صادق واوسي، له همدې واخانه د سیمې هېوادونه ستره ګټه ترلاسه کولی شي او ځان بسیاینې ته مو رسوي.