ډېر لوستل شوي

د هلمند سنګین ولسوالۍ کې یو ستر روغتیایي مرکز پرانیستل شو

د عامې روغتیا سرپرست وزیر مولوي نور جلال جلالي هلمند ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دې ولایت سنګین ولسوالۍ کې د شاوخوا ۲۶ میلیونو افغانیو په لګښت یو ستر روغتیایي مرکز پرانېست.
په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي، د هلمند والي مولوي عبدالرحمن مسلم، د هلمند د عامې روغتیا رییس مولوي شفیع الله او ځایي اوسېدونکو ګډون کړی وو.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر مولوي نور جلال جلالي ددې نوي روغتون پر پرانیستې خوښې ښودلې او د یاد روغتون پرانېسته یې د سنګین اوسېدونکو ته لویه لاسته راوړنه وبلله.
مولوي جلالي وړاندې زیاته کړه چې هڅه کوو، هر افغان ته روغتیایي چوپړ رامنځته کړو او د ولسونو ستونزو ته بنسټیز کار وکړو.
یاده دې شي، روغتیا وزارت هوډ لري چې د هېواد په ټولو ولسوالیو کې یو یو معیاري روغتون رامنځته کړي.

اړوند خبرونه