د عامې روغتيا وزارت سرپرست نورجلال جلالي هلمند ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د روغتيايي خدمتونو د شته ستونزو د حل، د روغتيايي خدمتونو د ارزونې او په دې برخه کې د پراختيا او ښه والي په موخه له روغتايي مسوولينو سره کتلي دي.
ياد وزارت په يو خبرپاڼه کې ويلي، چې ښاغلي جلالي د هلمند ولايت د روغتيا په برخه کې د مسوولينو ستونزې اورېدلې او د حل په موخه يې ډاډ څرګند کړی دی.
د عامې روغتيا وزارت سرپرست دغه راز مسوولينو ته سپارښتنه کړې، چې د هلمند ولسونو ته دې غوره روغتيايي خدمتونه وړاندې شي. ياده دې شي، چې په دې ناسته کې د هلمند ولايت والي مولوي عبدالرحمن مسلم او د دې ولايت د عامي روغتيا رييس مولوي شفيعالله هم شتون درلود.